Lyrics: Qaisar Armaan
Music: Qaisar Armaan
تا هو مخکے راته ویلی لیوانئ به دئ کڑم
مست نظر باندئ د سترگو سم لوگئ به دئ کڑم
تا هو ویل چی زما سترگو کے اورونه دی
سره انگار باندئ نیولی می ڈیر زڑونه دی
تلم د مرگ په لاره څنگه پرېشان شوے کنه
ژونده ووایه ریختیا چی خپيمان شوے کنه
ستا په مینه کے می خاورے کڑه زوانی تا لیدم
درنه ځار می کڑه دا خپله زندگی تا لیدم
روح دئ غواڑی زڑه می نلری گناه واوره
یم خیران ته راکوے د څه سازا واوره
ولے ولے زما نه کوے یاری لیوانئ
تا پسے می دا برباده زندگی لیوانئ
زه خیران دئ کڑم دا کومه ناراوا کوے
چی ماین دئ کڑم اوس ما پورے خندا کوے
دونیا تیره به شی خدائ ته څه جواب به کڑے
یو دوه نه دی ته کوم ظلم حِساب به کڑے
مینه نه به کڑم د زڑه سره جنجال به کوم
زه که بیا کوم کاته درته دا خیال به کوم
پوهیدم نه مینے زڑه را اوبه کڑے وو بس
بیا یی نه کوم د کار یی ایستلے وو بس
زه خاموش یم ځکه ژوند هو حوصله غواڑی
دا دونیا د حقیقت اوریدل نه غواڑی
نه بدلیگم هو د وخت په انتظار به یم
د ښو یار به یم د بدو خلکو پلار به یم
لگ به ښه یمه دوا به می د زڑه کیگی
که پوختنے ته می ته راشے نو څه کیگی
دا منم چی به بی شمیره میانان لرے
قسم کڑامه که به بل زما په شان لرے
تا بل یار کڑو زه تر اوسه یاداومه تا
تا ھو هیر کڑم زه به څنگه هیراومه تا
ستا هو ژوند شو د مزو او زه به څه کوم
زه په چا باندے علاج به می د زڑه کوم
شپه او ورځ معلومه نه وی رایادیگے ته
ځان ته ڈیرے کڑم بانے هو نه هیریگے ته
څه به وشی لگه لگه مینه ته کوه
شہزادگئ د دنیا دومره غرور مه کوه
لگ ترے وپوښته چی بد کوی که ښه کوی
اے نادانے ستا بیلتون راسره څه کوی
ته د خپل حُسن کرم دے څه نا څه کوه
ستا ماین یم په ما دومره ظلم مه کوه
تر مطلب پورے د هر سڑی ارمان یمه
بی مطلبه هو یوازے مور ته گران یمه
بی مطلبه می څوک نه کوی وفا په دنیا
هر سڑے تر خپل مطلبه وی زما په دنیا
زڑه ترے صبر شه د سلو یار پکار نه رازی
هر وخت مه وایه چی ولے ولے یار نه رازی
په زڑه پاک خلک اکثره په دردو کے وی
غداران زڑونه د ژوندون هو په مزو کے وی
ته پوره یی کڑه په زڑه کے می ارمان دے مرم
لویه خدایه یو بندا دے راته گران دے مرم
بیا غمونه دی نن بیا به می نشے ته ځم
نن به بیا د زڑگی ورانے میکدے ته ځم
ولے ولے نه پوهیگے مجبوری می دا
بی لاتا په تنهائی چی زندگی می دا
خیر دے مه می کڑه ارمان زه د بل شوے یم
اوس می صبر درنه زڑه دے بدل شوے یم
سور سالو یی شو د سره راگزار خیر کے
په اتنڑ گڈه شوه څه ځان یی سنگار خیر کے
په مله ماته شوه لاسو کے یی بنگڑی لیوانئ
عجیبه شڑنگه کڑی ڈیر به کڑی زڑگی لیوانئ
کرمیوال ووڑکی د جنگ طرفداران نه دی
د وطن په ننگ بی ننگه په میدان نه دی
وطن مور دے څوک چی بد ور وگوری واوره
هم دی پيغلے ترے قربان وی هم زلمی واوره
کرمیوال قیصر ارمان په تا غزل جوڑاوم
تا ویلی ستا خایست پکے د گل جوراوم
ستا په خواخه به جانان پاڑاچنار یاداوم
ځان ماین یی یاداوم او تا یی یار یاداوم
زڑه دے غواڑی بیا دے لوبے په زڑگی کوی
مینه نکڑی دغه خلک چلبازی کوی
تا مئین کڑی بیا دے نکوی ارمان ائ هئ
لویه خدایه عجیبه دی انسانان ائ هئ